Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سپین‌بولدک کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه؛ ګڼ ملکيان بېځایه شوي.
۲۳ میزان ۱۴۰۴

سپین‌بولدک کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه؛ ګڼ ملکيان بېځایه شوي.



د کندهار سپین‌بولدک ولسوالي کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د اسلامي امارت او پاکستاني لوري ترمنځ شدیده جګړه روانه ده چې ګڼ ملکيان بې‌ځایه شوي.

نن سهار شاوخوا څلور بجې د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ په پوله جګړه پیل شوه چې د ځایي چارواکو او سرچینو په وینا، پکې سپکې او درنې وسلې کارول کېږي او ګڼو ملکي کورنیو د توپچي بریدونو له امله خپلې مېنې پرېښي.

د سپین‌بولدک ولسوالي د اطلاعاتو امر علي محمد حقمل وایي، جګړه د سهار له څلورو بجو راهیسې روانه ده او دواړو غاړو ته په کې سپکې او درنې وسلې کارول کېږي.

هغه زیاتوي چې تر دامهاله د تلفاتو شمېر نه‌دی روښانه، خو د پاکستان له لوري د توپچي بریدونو له امله ګڼو ملکي خلکو خپل کورونه پرېښي او خوندي سیمو ته تللي.

ځايي سرچینې وايي، د فرضي کرښې هغې غاړې ته هم نږدې کلي خالي شوي او اوس هم شدیده نښته روانه ده.

د دغو سرچینو په وینا، د جګړې غږونه د سپین‌بولدک ښار ته هم رسېږي.

اخوا ځینې باوري سرچینې تاییدوي چې د سپین‌بولدک د پولې دروازه په بمونو الوزول شوې، خو د پېښې د نوعیت او مسؤلیت په اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نه‌دي شوې.

سپین‌بولدک د افغانستان او پاکستان تر منځ مهمه سوداګریزه لار ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ د نظامي تاوتریخوالي شاهده پاتې شوې.

د پولي پر اوږدو د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ وخت ناوخت نښتې رامنځته کېږي چې ډېری وخت ملکي وګړو ته زیان اړوي.

کارپوهان وایي، د پولي د مدیریت ناسم حالت او د سرحدي اختلافاتو دوام د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوی دی.

مطالب

سپین‌بولدک کې د افغان او پاکستاني
لوري ترمنځ جګړه؛ ګڼ ملکيان بېځایه شوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ