Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د پلې لارو د جوړولو پروژې چارې پيل شوې.
۱۲ قوس ۱۴۰۴

لوګر کې د پلې لارو د جوړولو پروژې چارې پيل شوې.

لوګر کې د پل‌علم ښاروالي مسوولان وايي چې د ښار د ښکلا او اسانتیاوو د رامنځته کولو په هدف یې د لوګر ولایت مقام ته څېرمه پر سړک د شاوخوا ۱۲۰۰ متر مربع پلې لارو د سنګ‌فرش کولو پروژه پیل کړه.

یاده پروژه چې په راتلوونکو درېوو میاشتو کې بشپړیږي، مالي لګښت یې د پل‌علم ښاروالي له لوري ورکول کېږي.

د پروژې د پرانیستې مراسمو ته د پل‌علم ښاروال مولوي محمد شاکر ثاقب وویل، د تیږو په واسطه د پلې لارو فرش کول د لوړ مقاومت ترڅنګ د ځمکې لاندې د اوبو د جذب او پیاوړتیا په برخه کې هم اغېزمن رول لري.

د نوموړي په وینا، له همدې امله د ښار د دوامدارې پراختیا لپاره دغه ډول پروژې مهمې بلل کېږي.

یاده پروژه په داسې مهال عملي کېږي چې له همدې سیمې څخه څه موده وړاندې د ښاري نظم او پراختیا کمیسیون له لوري کانکریټي خنډونه او دیوالونه لرې کړل شوي وو، څو د ښار د ښکلا او تګ‌راتګ په اسانتیا کې بدلون راشي.

مطالب

لوګر کې د پلې لارو
د جوړولو پروژې چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ