شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ بند امیر سپین غر ته او مس عینک د امو لوبډلې ته ماته ورکړه.
د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سياليو په لړ کې د بند امیر لوبډلې سپین غر ته او مس عینک بیا د امو لوبډلې ته ماته ورکړه.
شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن دوه لوبې ترسره شوې، لومړی لوبه د بند امیر ښامارانو او سپین غر پړانګانو او دویمه لوبه د مس عینک اتلانو او امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ وشوه.
د نن ورځې په لومړی لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۲ منډې وکړې.
د سپین غر لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړای شو او په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۸۰ منډې وکړې او د ۱۲ منډو په توپیر یې له بند امیر لوبډلې ماتې وخوړه.
دغهراز، د شپږیزه لیګ دویمه لوبه د امو نهنګانو او مس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ وشوه.
په دې سیالۍ کې د امو لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۶۲ منډې وکړې.
د مس عینک لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۷م اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او امو لوبډلې ته یې د پنځو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.