غزه کې د اوربند سیوری او نښتې؛ حماس له اسراییليپلوه ډلو سره په نښته دی.
راپورونه ښيي چې له تېرې جمعې راهیسې، غزه کې د اوربند له اعلان وروسته، د حماس یوشمېر ځواکونه په غزه کې ځای پر ځای شوي، خو له دې سره هممهاله د غزې ختیځ لور ته د زورورو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
«العربیه» نن سهشنبه، د (تلې ۲۲مه) راپور ورکړی چې دا چاودنې د هغو نښتو پایلې وې چې د حماس ځواکونو او د «څار لاندې او قانونماتوونکو ډلو» ترمنځ رامنځته شوي دي.
د راپور له مخې، حماس د غزې ختیځې سیمې په نښه کړي، هغه سیمې چې ادعا کوي هلته د هغو کسانو پټنځایونه دي چې له اسراییلو سره یې همکاري کړې ده.
عامه اعدامونه
له دوشنبې راهیسې، په ټولنیزو شبکو کې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي د حماس ډلې غړي په غزه کې څو فلسطینیان په علني ډول اعداموي.
د حماس یوه امنیتي سرچینه وايي، د دې ډلې ځواکونه د «نښتو د اصولو» له مخې، له هغو کسانو سره مقابله کوي چې له تسلیمېدو څخه یې ډډه کوله.
د غزې یوه امنیتي چارواکي ویلي، د تېرې جمعې د اوربند له پیل راهیسې، د حماس ځواکونو د یوې کورنۍ اړوند وسلهوالې ډلې ۳۲ غړي وژلي دي. د «رویټرز» د راپور له مخې، په دغو نښتو کې د حماس شپږ غړي هم وژل شوي دي.
د حماس د ځواکونو پراخ ځای پر ځای کېدل
امنیتي سرچینو ویلي، حماس د اوربند له اعلان وروسته، خپلو ځواکونو ته د غزې په واټونو کې ځای ورکړی او د ډېر احتیاط نه کار اخلي، ځکه اندېښنه لري چې اوربند په هره شېبه کې ماتېدای شي.
د راپورونو له مخې، حماس پرون د خپلو پوځي څانګو، د عزالدین القسام بریګیډونو، یوشمېر سرتېري د ښار په کوڅو کې ځای پر ځای کړي دي.
دا اقدام د هغو اسراییلي بندیانو د خوشېکېدو پرمها شوی چې له دوو کلونو راهیسې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له اوومې برید له مهال راهیسې د حماس په بند کې وو.