Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

متحده عربي اماراتو په افغانستان کې د زېږون ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
۱۶ سرطان ۱۴۰۴

متحده عربي اماراتو په افغانستان کې د زېږون ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

متحده عربي اماراتو په افغانستان کې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره ۱۰ پرمختللي روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

 دا مرکزونه په ننګرهار، بلخ، هرات، غزني، پکتیکا، پکتیا، کندهار او هلمند ولایتونو کې د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړ شوي دي. 

روغتیايي مسوولین وايي، دا مرکزونه به د نوزېږدو ماشومانو د مړینې د کمولو او د هغوی د روغتیايي ستونزو د مخنیوي لپاره، امیندوارو میندو او ماشومانو ته د درملنې او واکسین کولو خدمات وړاندې کړي.

مطالب

متحده عربي اماراتو په افغانستان کې
د زېږون ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ