Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران په تازه بریدونوکې شاوخوا ۵۰ توغندي پر اسراییل توغولي.
۲۵ جوزا ۱۴۰۴

ایران په تازه بریدونوکې شاوخوا ۵۰ توغندي پر اسراییل توغولي.

اسراییلي رسنۍ وایي، ایران په خپل وروستي برید کې شاوخوا ۵۰ توغندي پر اسراییل توغولي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې ۴ اسراییلیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. 

بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډيوګانو ښکاري، چې پر اسراییل د ایران له بریدونو وروسته سلګونه اسراییلیان په تونلونو کې پټ شوي دي.

 دغه ویډيوګانې تر هغه وروسته خپرې شوې، چې څو شېبې مخکې اسراییلي رسنیو په حیفا ښار د ایران د توغندیزو بریدونو خبر داری ورکړی دی.

مطالب

ایران په تازه بریدونوکې
شاوخوا ۵۰ توغندي پر اسراییل توغولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ