غزه کې د اسراییلو یو سرتېری وژل شوی.
د اسراییلو پوځ وايي چې د غزې په سوېل کې د نښتو پرمهال یې، یو سرتېری وژل شوی دی. دا پر غزې د اسراییلو د برید راهیسې په یاده سیمه کې لومړی سرتېری دی چې وژل کېږي.
ایران سره د اسراییلو د روانې جګړې څخه مخکې غزه کې د اسراییلو بریدونو زور اخیستی و او د رسنیو د راپورونو له مخې، اوس پکې کموالی راغلی دی.
د اسراییلو دغه سرتېری داسې مهال وژل کېږي چې پرون شنبه، جون ۱۴مه، له غزې پر اسراییلو توغندیز برید شوی و.
اسراییلو ویلي و چې دغه توغندي یې، شنډ کړي او چاته پهکې زیان نهدی اوښتی.
ایران او اسراییلو نن د درېیمې پرلهپسې ورځې لپاره پر یوه بل هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
پر اسراییلو د ایران توغندیزو بریدونو له کبله تر دې مهاله د لسو کسانو د وژنې او ګڼو نورو د ټپيکېدو خبر ورکړل شوی دی.