ایراني رسنۍ وايي، چې د اسراییلو د اټومي څېړنو یو مرکز په نښه شوی دی.
د راپورونو له مخې یو توغندی په تل ابیب کې په یوه ستراتیژیکه سیمه، چې د اسراییلو د اټومي څېړنو مرکز دی، لګېدلی دی.
له بلې خوا، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړ چې ایران او اسراییلو د نن سهار په هوایی
بریدونو سره یو بل په نښه کړل. رویټرز د اسراییلو د پوځ له قوله ویلي چې په
یوه
ساعت کې له ایران څخه اسراییلو ته لسګونه توغندي توغول شوي، چې ځینې یې شنډ شوي دي. اسراییلو د تلفاتو په اړه جزیات نه دي ورکړي.