Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د کتلوي معافیت لپاره د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي.
۳ سنبله ۱۴۰۵

لوګر کې د کتلوي معافیت لپاره د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي.


د لوګر د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت (EPI) یا د واکسینونو د ساتنې لپاره د یوې معیاري ودانۍ د جوړولو چارې د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د ولایت د مرستیال والي، د عامې روغتیا رئیس او د یو شمېر نورو ادارو د مسؤلینو په حضور کې پیل شوې.

د لوګر مرستیال والي، شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین، د دې پروژې د پیل له امله د لوګر اوسېدونکو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل، چې ولایتي اداره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې بشپړه ژمنتیا لري.

بلخوا، د لوګر د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک ځیرک، وايي چې دغه ودانۍ د یونیسف نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ، د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت او پر یونیم جریب ځمکه جوړېږي.

د نوموړي په وینا، د دې ودانۍ د جوړولو چارې به په راتلونکو لسو میاشتو کې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه، چې دغه دوه پوړیزه ودانۍ به د واکسینونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړي ځایونه او د روغتیايي چارو د مدیریت لپاره مجهزې اداري خونې ولري.

همداراز، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسؤل، مولوي عبدالله زلمي سعید، د ورته بنسټیزو پروژو پلي کېدل د خلکو لپاره د روغتیايي او نورو خدمتونو د لا ښه والي په برخه کې مهم وبلل.

د یادونې وړ ده، چې د دې ودانۍ ترڅنګ به په همدې سیمه کې د دوو نورو برخو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې هم پیل شي.

مطالب

لوګر کې د کتلوي معافیت لپاره د ۱۵ میلیونه
افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ