د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنیري وایي، د روان زېږیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ایرانه ۶۳۲ زره افغانان راستانه شوي دي.
دغه کډوال وایي، په ایران کې پولیسو ورسره ناوړه چلن کړی دی. بلخوا، د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو د شمېر له
زیاتوالي خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې یوازې د روان کال په مې میاشت کې څه باندې ۱۵ زره کورنۍ له ایرانه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.