د کرنې وزارت مرستیال: تېرکال مو هېواد کې ۱۰۰ میلیون نیالګي کېنولي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسوولانو د دغه وزارت د لاسته راوړنو شریکو غونډې ته وویل، تېر یوه کال کې یې د نیالګیو کېنولو کمپاینونو له لارې هېواد کې څه باندې ۱۰۰ میلیون نیالګي کېنولي.
د دغه وزارت د اوبو لګونې او طبیعي سرچینو معین بازمحمد فیضان وویل، تېر کال یې د دغو نیالګیو اوبه کولو او د ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه لسو ولایتونو کې د ۱۰۳ چکډېمونو جوړولو چارې بشپړې کړي دي.
«هېواد کې د نیالګیو کینولو کمپاینونو له لارې ۱۰۰ میلیونه نیالګي کېنول شوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او په هېواد کې د وچکالۍ د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره، ۱۳۸ بندونه پلان شوي، له دې جملې څخه ۱۰۳ بندونه په ۱۰ ولایتونو کې بشپړ شوي او پاتې نور یې تر کار لاندې دي.»
د کرنې وزارت مسوولان همدارنګه وايي، تېر کال یې څه باندې ۱۰ میلیون ناروغه څارویو او څه باندې ۱۶ میلیون نورو څارویو ته بېلابېل واکسینونه تطبیق کړي دي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال اغاجان اخند حاجي سالم وویل، تېر کال یې له وچکالۍ سره د مبارزې، د بازارونو قیمت کنټرولو او له کروندګرو د ملاتړ په موخه ۱۱ ولایتونو کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۸ زره ټنه غنم پېرلي او پر کروندګرو وېشلي دي.
«تېر کال د ۲۳۵ پانګوالو له لوري د کرنې او مالدارۍ سکتور کې یو میلیارد او ۴۳۵ میلیون افغانۍ پانګونه شوې، له وچکالۍ سره د مبارزې او له کروندګرو د ملاتړ په موخه ۱۱ ولایتونو کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۸ زره ټنه غنم پېرل شوي او په کروندګرو وېشل شوي.»
د کرنې وزارت مسوولان زیاتوي چې تېر کال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې کروندګرو ته ۴۳ زره مټریک ټنه اصلاح شوي کرنیز تخمونه وېشل شوي دي.
د دغه وزارت مسلکي مرستیال صدراعظم عثماني وویل: «څه باندې ۴۳زره مټریک ټنه اصلاح شوي کرنیز تخمونه وېشل شوي. همدارنګه د مرسته رسوونکو ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ۳۴ ولایتونو کې توره او سپینه کیمیاوي سره وېشل شوې ده.»
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو پر اساس، دغه وزارت تېر کال د کرنې له سکتور څخه څه باندې یو میلیارد افغانۍ عاید هم لرلی دی.