پروان کې خلکو په ۵ میلیون افغانۍ شخصي لګښت ښوونځی جوړ کړی.
د پروان د پوهنې ریاست مسوولان وايي، د دغه ولایت سرخپارسا ولسوالي کې د ولس له لوري په ۵ میلیون افغانۍ شخصي لګښت یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه ولایت د پوهنې رییس سید محمد فیضي رسنیو ته وویل، دغه ښوونځی د سرخپارسا ولسوالي د ترکمن درې «دولتخاني» سیمه کې د یو کال په موده کې په اساسي ډول جوړ شوی.
دغه ښوونځی ۱۰ ټولګي او د اوبو رسولو سیستم هم لري.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم پروان او یوشمېر نورو ولایتونو کې د ولس له خوا ورته ښوونځي او دیني مدرسې جوړې شوي دي.
دا داسې مهال دی چې لا هم د هېواد ډېری لرې پرتو سیمو کې ګن شمیر ماشومان او تنکي ځوانان له زدهکړو بېبرخې دي.