Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د سلام مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول.
۲۴ قوس ۱۴۰۴

لوګر کې د سلام مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول.

لوګر ولایت مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤولین وایي چې د اړوند ریاست د هلو ځلو او د سلام مخابراتي امارتي شرکت د همکارۍ په پایله کې، د یاد شرکت دوه نوي مخابراتي سایټونه ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شول.

لوګر مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست رئيس مولوي مطیع الله عابد زینت راډيو ته وویل، یاد سایټونه د لوګر ولایت مرکز په بابوس او پادخواب سیمه کې فعاله شول چې مشتریانو ته به د مخابراتي خدمتونو سربېره ټو جي، تري جي او پور جي انټرنېټي خدمات هم وړاندې کړي.

عابد زیاته کړه، د دغو سایټونو په فعالېدو سره، د یادو سیمو ګڼې برخې د باکیفیته مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلې دي، چې دا چاره د خلکو د اړیکو، معلوماتو ته د لاسرسي او ورځنیو چارو په اسانتیا کې مهم رول لري.

د یادو سیمو اوسېدونکو د اړوند ریاست په همکارۍ د سلام مخابراتي شرکت د دوه سایټونو په پرانېستې خوښي څرګندوي او ټينګار کوي چې مخابراتي شبکې دې خپل ټیلفوني او انټرنېټې خدماتو د کیفیت او کمیت کچه لوړه کړي.

مطالب

لوګر کې د سلام مخابراتي شرکت
دوه نوي سایټونه فعال شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ