Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سپین‌بولدک کې له پاکستانه راقاچاق شوي ١٢٠٠ کارتنه درمل وسوځول شول.
۶ دلو ۱۴۰۴

سپین‌بولدک کې له پاکستانه راقاچاق شوي ١٢٠٠ کارتنه درمل وسوځول شول.

د ۲۰۵ البدر قول اردو وایي، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې له پاکستانه افغانستان ته قاچاق کېدونکي ١٢٠٠ کارتنه درمل نیولي او سوځولي دي.

د دغهدقول اردو په خبرپاڼه کې راغلي چې د شپږمې سرحدي عبیده لواء د لومړي کنډک ځواکونو دغه درمل د سپین بولدک ولسوالۍ په «لقمان» کلي کې د یو ځانګړي استخباراتي راپور پر بنسټ نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه درمل هغه مهال نیول شوي چې قاچاق وړونکو غوښتل په ناقانونه ډول یې له پاکستان څخه افغانستان ته انتقال کړي.

سرچینه زیاتوي، نیول شوي قاچاقي درمل د قانوني کړنلارې له مخې د امنيتي مسوولینو او اړوندو ادارو د استازو په حضور کې وسوځول شول.

۲۰۵ البدر قول اردو ویلي، چې امنیتي ځواکونه د سرحدي سیمو امنیت ته جدي پاملرنه لري او د قاچاقي توکو د مخنیوي په برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي.

څه موده مخکې هم د سپین بولدک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې قاچاقي درمل نیول شوي او سوځول شوي وو.

مطالب

سپین‌بولدک کې له پاکستانه راقاچاق شوي
١٢٠٠ کارتنه درمل وسوځول شول.

دا خبر نورو سره شریک کړئ