ایراني چارواکی: د امریکا او اسراییلو ټولې شتمنۍ مشروع هدف دي.
یوه لوړپوړي ایراني چارواکي الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي چې په منځني ختیځ کې د متحده ایالات او اسراییل ټولې شتمنۍ او ګټې اوس «مشروع هدف» بلل کېږي.
دغه چارواکي اسراییلو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «د راتلونکو پېښو لپاره چمتو اوسئ؛ زموږ ځواب به علني وي او هېڅ سره کرښه نشته.»
نوموړي زیاته کړې ده: «د امریکا او اسراییلو لهخوا له دې یرغل وروسته نور هېڅ محدودیت نشته او هر ډول سناریو ممکنه ده، حتی هغه چې مخکې نهوو مطرح شوي.»
یاد ایراني چارواکي ویلي، امریکا او اسراییلو یو ګډ یرغل او جګړه پیل کړې چې پراخې او اوږدمهاله پایلې به ولري. د هغه په وینا، تهران د دغو بریدونو له امله حیران شوی نهدی او د ځواب لپاره یې «پیچلی پلان» لري چې کوم مشخص وختي چوکاټ نهلري.
هغه همدارنګه د ایران د زغم یا تسلیمۍ په اړه هر ډول غوښتنې «د منلو وړ نهدي» بللي او دا یې «یوازې خیالي هیله» یاده کړې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ پوځي او سیاسي ترینګلتیا بېسارې کچې ته رسېدلې ده.