Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر صنعتي پارک پلان تائید او د عملي کېدو چارې پيل شوې.
۲۱ حوت ۱۴۰۴

د لوګر صنعتي پارک پلان تائید او د عملي کېدو چارې پيل شوې.

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د کور او ښار جوړولو وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات «حقاني»، له لوري د لوګر ولایت د محمدآغې صنعتي پارک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شوی دی.

د لوګر ولایت مقام څخه زینت راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد صنعتي پارک د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري او د هېواد په مرکزي حوزه کې له مهمو صنعتي مرکزونو څخه شمېرل کېږي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه پارک د صنعتي فعالیتونو د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د کچې لوړولو او پانګوالو ته د مناسبې زمینې برابرولو په موخه جوړېږي.

د معلوماتو له مخې، دا صنعتي پارک شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه رانغاړي چې د فابریکو او تولیدي تاسیساتو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.

مسؤولین وایي، د طرحه شوي پلان له مخې به د دغه پارک ځمکه لسګونو تولیدي شرکتونو ته ووېشل شي او تمه ده چې له ۸۵ څخه زیات شرکتونه به پکې خپل فعالیتونه پیل کړي.

چارواکي زیاتوي، د محمدآغې صنعتي پارک به د لوګر ولایت په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

مطالب

لوګر
صنعتي
پارک

دا خبر نورو سره شریک کړئ