Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سرغړوونکو سیاحتي شرکتونو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرداری.
۹ دلو ۱۴۰۴

سرغړوونکو سیاحتي شرکتونو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرداری.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، که کوم سیاحتي شرکت له جوازه په ناسمې استفادې په انساني قاچاق کې ښکېل شي، جواز يې لغوه کېږي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د مالي او اداري چارو معينيت روان کال په هېواد کې د شاوخوا دوه زره او ۵۳۴ سياحتي شرکتونو له چارو ارزونه ترسره کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو شرکتونو د خدماتو څرنګوالی، له سیلانيانو سره د هغو چلند او تعامل، د ګرځندوی قوانينو د تطبیق پروسه، له جوازه د استفادې څرنګوالی او نورې اړوند چارې په جدي ډول ارزول شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د ګرځندوی، مالي او ادارو چارو معينيت مسولينو د سیاحتي شرکتونو مالکينو ته په جدي ډول سپارښتنه کړې ده چې له جوازه ناوړه ګټه اخیستنه، په ځانګړې توګه د انساني قاچاق برخه کې د جواز لغوه کېدو او عدلي او قضايي ارګانونو ته د ورپېژندل کېدو سبب ګرځي، پر همدې اساس باید د ټولو سياحتي، زيارتي او درماني شرکتونو مالکين له جوازه ناوړې ګټې اخیستو څخه په کلکه ډډه وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سياحتي، زیارتي او درماني شرکتونو تنظيم له خپلو کاري لومړيتوبونو ګڼي، چې د یاد وزارت په هڅو د شرکتونو لپاره د جوازونو د وېش بهير کې اسانتیا، د هېواد او ولايتونو په کچه یوه واحده اتحاديه رامنځته کول او د یادو شرکتونو کارونه له قانون سره سم برابرول  يې د یادونې وړ دي.

مطالب

سرغړوونکو سیاحتي شرکتونو ته
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرداری.

دا خبر نورو سره شریک کړئ