افغانستان نن شپه بنګلهدېش سره لوبه لري.
د افغانستان کرکټ لوبډله نن شپه بنګلهدېش سره د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي.
دغه لوبه د ماښام په ۷:۳۰ بجو د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، له دریو شلاوریزو لوبو وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم پیل شي.
ویل شوي چې بنګلهدېش سره کېدونکې لوبې د نړیوال جام لپاره د چمتووالي برخه ده.
د یادونې ده چې د افغانستان کرکټ لوبډله به روانه اوکټوبر میاشت کې زیمبابوې سره هم ٣شلاوریزې او یوه ټسټ لوبه وکړي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ سیالي به د اکټوبر په شلمه نېټه پیل شي چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۲۹مه، ۳۱مه او د راتلونکې نومبر میاشتې په دویمه نېټه درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.