Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

متقي: ا.ا د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی.
۸ حوت ۱۴۰۴

متقي: ا.ا د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر، له خپل ترکي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، ا.ا له پیله دتاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی؛ خو دا به هغه وخت پایله ولري چې مقابللوری هم د حل‌لارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، له خپل ترکي سیال، هاکان فیدان سره د ټیلیفون له لارې پر سیمه‌ییزو موضوعاتو،او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي ویلي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د هېواد دحاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه ترسره کړي، چې ټاکل شوي اهداف یې په بریالیتوب ترلاسه کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان اسلامي امارت له پیله د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ دستونزو حل غوره کړی؛ خو دا به هغه وخت پایله ولري چې مقابل لوری هم د حل‌لارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې له اړوندو او همنظرو هېوادونو سره په اړيکه کې دی څو د وضعیت د ارامېدو او د تاوتریخواليد کمېدو لپاره ګډې هڅې همغږي شي.

مطالب

متقي: ا.ا د تاوتریخوالي پلوی نه دی
او تل یې د متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی.

دا خبر نورو سره شریک کړئ