Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر او پکتیا د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیل شوه.
۲۱ سنبله ۱۴۰۵

د لوګر او پکتیا د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیل شوه.

د کرکټ د کلني پلان له مخې، د لوګر او پکتیا ولایتونو د کرکټ ولایتي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن د پکتیا ولایت په کرکټ لوبغالي کې پیل شوه.

د لوګر د کرکټ آمر حشمت‌الله ستانکزي ویلي، چې دغه سیالۍ د سپټمبر له ۱۲مې تر ۱۵مې پورې دوام کوي.

د نوموړي په وینا، د دغو سیالیو موخه د لوبغاړو د وړتیاوو لوړول، د تجربو شریکول او په دواړو ولایتونو کې د کرکټ لوبې لا پراختیا ده.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر او پکتیا کرکټ لوبډلو ترمنځ ورته سیالۍ د لوګر په کوربتوب ترسره شوې وې.

مطالب

د لوګر او پکتیا د کرکټ لوبډلو ترمنځ
د یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیل شوه.

دا خبر نورو سره شریک کړئ