Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې راستانه شویو ته د نمرو وېش پیل شو.
۲۰ ثور ۱۴۰۵

لوګر کې راستانه شویو ته د نمرو وېش پیل شو.

د لوګر مرکز پُل‌علم اړوند د کډوالو مخکیني ښارګوټي ترڅنګ، راستنو شویو کډوالو ته د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ پیل شوه.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د نمرو د وېش مراسمو کې وویل، دغه استوګنیز ښارګوټی پر شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه جوړیږي چې په کې ۱۰۲۵ استوګنیزې نمرې شاملې دي او هرې کورنۍ ته به د پنځو بسوو یوه نمره ورکړل شي.

هغه وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې نږدې راتلونکې کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې راستانه شویو کډوالو ته استوګنیزې نمرې ووېشي.

ښاغلي حنفي وویل، تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۵ میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي چې د اړوندو ادارو له لوري ورته بېلابېل خدمات وړاندې شوي.

نوموړي همداراز د ګاونډیو هېوادونو له لوري له کډوالو سره ناوړه چلند وغنده او هغه یې د نړیوالو اصولو خلاف وباله.

د یادونې ده چې د لوګر مرکز اړوند اشنپور سیمه کې هم د راستانه شویو کډوالو لپاره د یوه بل استوګنیز ښارګوټي جوړولو پلان موجود دی.

مطالب

لوګر کې راستانه شویو ته
د نمرو وېش پیل شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ