Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې لسګونه قلمه بې‌کیفیته حیوانی او کرنیز تاریخ‌تېر درمل وسوځول شول.
۱۳ حوت ۱۴۰۴

لوګر کې لسګونه قلمه بې‌کیفیته حیوانی او کرنیز تاریخ‌تېر درمل وسوځول شول.

 د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  د مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو له حیواني درملتونونو څخه ۱۳۲ قلمه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر حیواني درمل راټول کړي او د مسؤلینو په حضور کې یې وسوځول.

د لوګر د کرنې رییس مولوي شیرآقا پیرحبیب‌الرحمن جوړې شوې غونډې ته وویل، له درمل پلورونکو غوښتنه کېږي چې باکیفیته درمل تولید یا وارد کړي.

نوموړي همداراز له مالدارانو وغوښتل، د درملو او واکسینونو د پېرلو پر مهال دې د تولید او پای نېټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د یاد ریاست د مالدارۍ څانګې آمر ډاکټر ثناءالرحمن ثنایي وویل، دغه درمل د پراخو څارنو او کنټرول وروسته له بېلابېلو ولسوالیو او ناحیو څخه راټول شوي او د بیا کارونې د مخنیوي په موخه وسوځول شول.

 د هغه په وینا، د تاریخ‌تېرو درملو کارول پر حیواناتو جدي منفي اغېزې لري او آن د هغوی د تلف کېدو لامل کېدای شي.

ثنايي وایي، دا اقدام د څارویو د روغتیا ساتنې او د زیانمنو درملو د پلور او کارونې د مخنیوي په هدف ترسره شوی دی.

مطالب

لوګر کې لسګونه قلمه بې‌کیفیته حیوانی او کرنیز
تاریخ‌تېر درمل وسوځول شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ