د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي ویلي چې د سرپرست حکومت د مشرتابه په لارښوونه په افغانستان کې چاپېدونکې کتابونه له مالیې معاف شول.
نوموړي ویلي، هغه کتابونه چې له بهره واردیږي پرې ۵۰ سلنه مالیه راکمه شوې ده.
فراهي زیاته کړې چې دا اقدام د چاپي صنعت د پراختیا او د خپرندویه ټولنو د ملاتړ په هدف شوی او په دې اړه د ستونزو د حل لپاره مشخصې طرحې هم جوړې شوې دي.