Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی.
۱۰ اسد ۱۴۰۴

افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی.

پاکستاني چارواکي وایي، د ۲۰۲۴–۲۵ مالي کال په اوږدو کې افغانستان ته د پاکستاني توکو او خدماتو صادرات د تېر کال په پرتله ۳۸،۶۸ سلنه لوړ شوي دي. 
د پاکستان د دولتي بانک د راپور له مخې، د روان کال له جولای تر ۲۰۲۵ د جون پورې ټول صادرات ۷۷۳.۸۹۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۲۳–۲۴ کې ۵۵۸.۰۳۲ میلیونه ډالره وه.

 راپور زیاتوي، له افغانستان څخه پاکستان ته واردات هم د پام وړ لوړ شوي دي، چې د روان مالي کال په موده کې ۲۵.۸۹۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د تېر کال په ورته موده کې یوازې ۱۱.۹۶۰ میلیونه ډالر وو، چې دا ۱۱۶.۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

مطالب

افغانستان ته د پاکستان
په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ