لوګر کې د ووشو ۱۵۰ لوبغاړو ته د ارتقاء کمربندونه وتړل شول.
د لوګر ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت د استازو له لوري، په دې ولایت کې د ووشو لوبې د بنسټ اېښودونکو انجمن سره په همغږۍ ۱۵۰ لوبغاړو ته د ارتقا ژیړ، شین، سور او بېلا بېل کمربندونه ور وتړل شول او تصدیق پاڼې یې ورته ووېشل شوې.
په همدې موخه د جوړو شوو مراسمو په ترڅ کې د ووشو درې تنو ورزشکارانو ته د استادۍ تور کمربندونه هم وتړل شول.
په افغانستان کې د ووشو لوبې بنسټ اېښودونکي او د یاد فدراسیون مخکني مشر سیدالرحمن یورش په یادو مراسمو کې یوله هغو ځانګړو میلمنو څخه وو چې په خپلو خبروکې یې ځوانان ورزش ته وهڅول او د لوګر میشتو لوبغاړو له هڅو یې مننه او قدردانی وکړ.
په لوګر کې د ووشو لوبې د بنسټ اېښودونکي انجمن مشر خلیل الله توکلي، د ستانکزي ووشو کارانو کلب مشرمحمداجمل ستانکزي او د صلح کلب مشر محمدامید جهید زینت راډيو ته وویل چې، یادو ورزشکاران د ۵ تر ۸ میاشتو او زینو لوبغاړو له کلونو تمرین وروسته د کمربند د ارتقاء او استادۍ وړ وګرځیدل او دا لړۍ به په راتلونکي کي هم دوام ولري.
د مراسمو په پای کې د ورزش آمریت او خلیل الله توکلي له لوري ورزشکارانو او د کلبونو مسوولینو ته ډالۍ او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
ووشو د چين د رزمي ورزشونو د يوې ټولګې نوم دی چې د چيني بوکسينګ او چينايي کونګ فو په نامه هم يادېږي، د افغانستان ووشو فدراسیون د معلوماتو له مخې؛ دغه ورزش په مرکز او ولایتونو کې ۶۰۰۰ لوبغاړي لري چې 150 لوبغاړي د ملي لوبډلې غړي دي.
شفیع الله افغانزی – پل علم.