Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بلخ؛ د شادیان صنعتي پارکونو د سړک جوړولو چارې پيل شوې.
۵ سنبله ۱۴۰۴

بلخ؛ د شادیان صنعتي پارکونو د سړک جوړولو چارې پيل شوې.

د بلخ ولایت ځایي چارواکي وايي، چې د مرکز مزارشریف ښار په لومړۍ ناحیه کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت د شادیان صنعتي پارکونو سړک د پخولو چارې پيل شوې دي.

د مزارشریف د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دغه سړک ۱۱۶۷ متره اوږدوالی او ۱۴ متره سور لري، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

 ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یادو سړکونو په جوړېدو خوښ دي او وایي، چې د دغو سړکونو په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

مطالب

بلخ؛ د شادیان صنعتي پارکونو
سړک جوړولو چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ