د بلخ ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د شمال زون په کچه د مزارشریف ښار د مزار هوټل په لوی سوداګریز مرکز کې د کورنیو او بهرنیو اسعارو د بولۍ لوی مرکز پرانیستل شوی دی.
د یاد مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس، د هوټلونو دولتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي حافظ عبدالمنان مبارک او دغه راز یو شمېر نور چارواکو هم ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده، چې د مزار هوټل لوی سوداګریز مرکز د ۲ میلیارده افغانیو په لګښت جوړ شوی, چې یوه برخه یې د اسعارو د بولۍ لپاره ځانګړې شوې، او په کې به په شفاف، معیاري او قانوني ډول بولۍ ترسره کېږي،یاد مرکز په عصري ډیزاین، پرمختللي امنیتي سیسټم، د بولۍ د ثبت شفاف سافټویر، او ارتباطي اسانتیاوو سره سمبال دی.