Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر ولایتي روغټون کې د (icu) څانګه فعاله شوه.
۳۱ اسد ۱۴۰۵

د لوګر ولایتي روغټون کې د (icu) څانګه فعاله شوه.

د لوګر نائب امین‌الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د جدي او بیړنیو ناروغانو د درملنې لپاره د ای‌سي‌یو (ICU) څانګه فعاله شوه.

د دغه روغتون مشر ډاکټر فیصل احمد فنا وویل، د ای‌سي‌یو څانګه ۱۰ بستره لري چې د شپږو متخصصو ډاکټرانو له لوري پهکې د سوېل ختیځ زون په کچه د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د بیړنیو ناروغانو درملنه کېږي.

نوموړي زیاته کړه، دغه روغتون دامهال د سوېل ختیځ زون په کچه د داخله، جراحي، ماشومانو، نسایي ولادي، ای‌سي‌یو، امبولانس، وینې بانک او نورو برخو کې ۲۴ ساعته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د ای‌سي‌یو څانګې متخصص ډاکټر عبدالواث وحدت وویل، په دې څانګه کې د زړه حملې، مغزي سکتې، د تنفسي سیستم ناروغۍ او نورو جدي روغتیايي ستونزو لرونکي ناروغان تر ځانګړې څارنې او درملنې لاندې نیول کېږي.

د لوګر یو شمېر اوسېدونکي د یادې څانګې له فعالېدو خوښي څرګندوي او وایي، د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې د جدي او بیړنیو ناروغانو لپاره د ای‌سي‌یو ۱۰ بستره ځانګړي خدمات وړاندې کېږي.

مطالب

د لوګر ولایتي روغټون کې
د (icu) څانګه فعاله شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ