Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانستان نړیوال جام کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.
۲۷ دلو ۱۴۰۴

افغانستان نړیوال جام کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

د هند او سریلانکا په کوربه‌توب د روان شل اووره سیالیو په لړ کې افغانستان په دغه جام کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

دغه سیالي له ډي ګروپ څخه وشوه چې افغانستان له عربي متحده اماراتو وګټله.

په دغه لوبه د عربي متحده اماراتو کرېکټ ملي لوبډلې افغانستان ته د ۱۶۱ منډو هدف ورکړی و چې افغان لوبډلې د عظمت‌الله عمرزي د چټکو ۴۰ ناسوځېدو منډو پرمټ وګټله.

ابراهیم ځدراڼ هم نیمه سلیزه ترلاسه کړه. دا په روان جام کې د ابراهیم ځدراڼ لومړۍ نیمه سلیزه وه چې ترلاسه یې کړه.

په دې لوبه کې افغانستان ټاس وګاټه او لومړی یې، اماراتو ته د توپ‌وهنې بلنه ورکړه. اماراتو په ټاکل شویو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

د عربي متحده اماراتو لپاره په توپ‌وهنه کې زوهیب خان ۶۸ او علیشان شرفو ۴۰ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره په توپ‌اچوونه کې بیا عظمت‌الله عمرزي څلور وېکټې ترلاسه کړې. افغانستان دا مهال د سیالیو په جدول کې په یوې بریا او دوو ماتو سره درېیم ځای لري.

مطالب

افغانستان نړیوال جام کې
خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

دا خبر نورو سره شریک کړئ