Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خیبر پښتونخوا کې چاودنو شپږ پاکستاني پولیس وژلي.
۲۲ جدی ۱۴۰۴

خیبر پښتونخوا کې چاودنو شپږ پاکستاني پولیس وژلي.

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په ټانک او لکي‌مروت سیمو کې د چاودنو له امله شپږ پاکستاني پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د پاکستان اج ټلوېزیون نن په یوه راپور کې ویلي، په ټانک سیمه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې په‌کې شپږ پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

سرچینې د پولیسو له قوله ویلي، دغه چاودنه هغه مهال شوې چې پولیس په سیمه کې پر ګزمې بوخت وو.

بلخوا په لکي‌مروت سیمه کې هم چاودنه شوې او درې پولیس یې ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرغومې په ۱۴مه هم د خیبر پښتونخوا په لکي‌مروت او بنو سیمو کې د وسله‌والو په بریدونو کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي وو.

مطالب

خیبر پښتونخوا کې
چاودنو شپږ پاکستاني پولیس وژلي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ