Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بلخ؛ البرز ولسوالۍ زرګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
۵ سنبله ۱۴۰۴

بلخ؛ البرز ولسوالۍ زرګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.

د بلخ ولایت د کډوالو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په البرز ولسوالۍ زرګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

 د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو رییس مولوي اسدالله وفاه رسنیو ته ویلي، چې دغه پروسه د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د یوې مرستندویه موسسې په مالي ملاتړ پیل شوې، چې موخه یې د البرز ولسوالۍ لرې پرتو سیمو ته د څښاک پاکو اوبو برابرول دي.

 سرچینې ویلي، چې له دغې پروسې سره به هره ورځ تر ۲۰ ټانکرو پورې پاکې اوبه اړمنو سیمو ته انتقال شي، چې ټولیز حجم یې له ۱۵ میلیونو لیټرو څخه ډېر دی. 

د یادونې وړ ده، چې د دغې پروسې له پلي کېدو سره به زرګونه کورنۍ د کلونو وروسته د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي او د سیمې اوسېدونکو دغه ستونزه به حل شي.

مطالب

بلخ؛ البرز ولسوالۍ زرګونه کورنیو ته
د څښاک اوبه برابرې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ