Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې په پنځه میلیونه افغانیو یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړیږي.
۱ سنبله ۱۴۰۴

لوګر کې په پنځه میلیونه افغانیو یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړیږي.

لوګر ولایت مرکز پل علم په بابوس سیمه کې  د «نجم المدارس» په نوم یوې دیني مدرسې ته د پنځه مېلیونه افغانیو په ارزښت د خلکو په شخصي لګښت ودانۍ جوړیږي.

د یادې مدرسې مسؤل احسان الله جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه دیني مدرسه د خلکو په شخصي مرسته په یو جریب ځمکه کې د راتلونکي یوه کال په ترڅ کې جوړیږي چې له پرانیستې سره به یې درې سوه زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپيریال برابر شي.

بلخوا د پکتیا ولایت مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین او همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابوتونو عمومي رئيس رفیع الله صمیم د ولس له لوري یادې مدرسې ته د ودانۍ جوړیدو څخه هرکلی او ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې لازمه ده چې د لوګر ولایت ټول ولسونه خپل ماشومان په دیني او عصري زده کړو سمبال کړي.

دوي په خپلو خبرو کې په خیریه بنسټونو، سوداګرو او د خیر او ښګڼې خلکوغږ وکړ چې لوګر ولایت کې له دیني مدارسو او ښوونځیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

مطالب

لوګر کې په پنځه میلیونه افغانیو یوې
دیني مدرسې ته ودانۍ جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ