اوچا: د اړمنو افغانانو د مرستې لپاره یوازې ۲۹.۷ سلنه غوښتل شوې بودجه برابره شوې.
کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان څانګې ویلي، چې په دغه هېواد کې د اړمنو خلکو د مرستې لپاره د غوښتل شوې بودجې یوازې ۲۹.۷ سلنه تأمین شوې ده.
اوچا نن، پنجشنبه د ۲۶ سنبلې/۱۷ سپتمبر، پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي، چې د روان میلادي کال د بشري مرستو او اړینو خدمتونو لپاره له غوښتل شوو ۱ میلیارد او ۷۱۰ میلیونو امریکايي ډالرو څخه تر اوسه ۵۰۹ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالر برابر شوي دي.
دغه سازمان وایي، د بودجې کمښت د افغانستان له خلکو سره د اړینو مرستو د رسولو بهیر اغېزمنوي. اوچا تر دې مخکې هم ویلي وو، چې د بودجې کمښت د خلکو د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي.
بلخوا، د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې د زیربناوو په جوړولو، پراختیايي پروژو پلي کولو، عامه پانګونې، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د بهرنۍ پانګونې د جلب له لارې هڅه کوي، چې د افغانستان پر بهرنیو مرستو اتکا کمه کړي.