Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيکا کې د ۶۰۰میټریک ټُنه په ظرفیت د سړې‌خونې د جوړېدو چارې پيل شوې.
۲۴ میزان ۱۴۰۴

پکتيکا کې د ۶۰۰میټریک ټُنه په ظرفیت د سړې‌خونې د جوړېدو چارې پيل شوې.



د پکتيکا چارواکي وايي چې نن پنج‌شنبه په مرکز ښرنه کوټوالو سيمه کې د ۹۵ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې سړې‌خونې د جوړيدو چارې پيل شوې.

د پکتيکا مرستيال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د يادې پروژې د چارو پيل مراسمو کې وويل چې دغه سړه‌خونه د کرنې اوبولګولو او مالداري وزارت په بوديجه جوړيږي چې چارې به يې د يونيم کال په موده کې بشپړې شي.

هغه وويل چې پکتيکا يو کرنيز ولايت دی او د بزګرانو ډېری سبزي او مېوې به د مناسب بازار او سړوخونو د نشتون له امله خرابېدلې، خو اوس به د يادې سړې خونې په جوړيدو ډېری مېوې او سبزی په‌کې ساتل کېږي او د اړتيا پرمهال به بازار ته وړاندې کيږي.

ياده سړه خونه په ۲۵ جريبه ځمکه کې جوړيږي چې سړې خونې تعمير، پاخه سړکونه، پارکينګ، او نورې اړينې اسانتياوې به ولري.

په يادو مراسمو کې بيا د کرنې اوبولګولو وزارت د اوبو او طبيعي منابعو مرستيال بازمحمد فيضان وويل چې د هېواد په کچه د بزګرانو لاسنيوي او د کرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره لسګونه سړې خونو جوړيدل پلان شوي.

هغه وويل چې عملا د ياد وزارت لخوا په بيلابيلو ولايتونو کې تر ۶۰ پورې سړو خونو جوړيدو چارې پيل شوې چې له ۱۰۰ تر ۶۰۰ ټنو ظرفيت لرونکې خونې پکې شاملې دي.

په ورته کې د پکتيکا يوشمېر بڼوال د يادې سړې خونې جوړيدو په چارو خوښي څرګندوي وايي تر دې وړاندې به يې زياتره اندازه ميوې او سبزی خرابيدلې.

د مرکز ښرنې يو تن بزګر شيخ محمد وويل چې ډيری مڼې او نور کرنيز محصولات يې د بازار نشتون له امله په ټيټ قيمت پلورل؛ خو سړې خونې په جوړيدو به يې محصولات پکې ساتل کيږي او وروسته به بازار ته وړاندې کيږي چې په دې سره به د بزګرانو اقتصادي حالت ښه شي.

مطالب

پکتيکا کې د ۶۰۰میټریک ټُنه په ظرفیت
د سړې‌خونې د جوړېدو چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ