Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اندونیزیا کې یوه بېړۍ له خپلو نږدې ۲۵۰ سپرلیو سره ورکه شوې ده.
۲۲ سنبله ۱۴۰۵

اندونیزیا کې یوه بېړۍ له خپلو نږدې ۲۵۰ سپرلیو سره ورکه شوې ده.

د راپورونو له مخې، اندونیزیا کې یوه مسافر وړونکې بېړۍ د جاوا سمندرګي اوبو کې له خپلو ۲۴۳ سپرلیو سره ورکه شوې او د موندلو په موخه یې د لټون عملیات پیل شوي دي.

رویټرز نن (یکشنبه، د سپټمبر ۱۳مه) د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې له قوله راپور ورکړی چې له «Virgo Transport 8»  بېړۍ سره د خرابې هوا له امله اړیکه پرې شوې ده.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه بېړۍ د شنبې په ورځ د ختیځ جاوا له سورابایا ښار څخه د سوېلي کالیمانتان د بانجارماسین ښار پر لور روانه شوې وه، خو وروسته اړیکه ورسره پرې شوې ده.

د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې ویلي: «د دې خبرپاڼې تر خپرېدو له بېړۍ سره اړیکه نه ده ټینګه شوې او د هغې موقعیت هم معلوم نه دی.»

د دې ادارې په خبره، د ژغورنې ډلو د بېړۍ موندلو لپاره د لټون عملیات پیل کړي او یوه ډله د بېړۍ وروستي معلوم شوي موقعیت ته استول شوې ده.

اندونیزیا شاوخوا ۱۷ زره ټاپوګان لري او بېړۍ په دغه هېواد کې د ترانسپورټ له مهمو وسایلو ګڼل کېږي؛ ځکه په ډېرو مسیرونو کې سمندري سفرونه د هوايي سفرونو په پرتله ارزانه او اسانه دي.

خو رویټرز راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د سمندري خوندیتوب معیارونه تل په جدي توګه نه پلي کېږي او سمندري پېښې هم نسبتاً ډېرې پکې رامنځته کېږي.

مطالب

اندونیزیا کې یوه بېړۍ
له خپلو نږدې ۲۵۰ سپرلیو سره ورکه شوې ده.

دا خبر نورو سره شریک کړئ