Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د تېرو دوو ورځو ږلۍ او اورښتونو سلګونه کورنۍ زیانمنې کړي.
۱۲ میزان ۱۴۰۴

د تېرو دوو ورځو ږلۍ او اورښتونو سلګونه کورنۍ زیانمنې کړي.

د جمعې پر شپه د هېواد یوشمېر ولایتونه د سختو بارانونو، ږلۍ او سېلابونو شاهدان وو. د کابل، کاپیسا، لغمان، ننګرهار او خوست په ګډون څو ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اړولي دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د مسوولانو په وینا، یوازې په کابل، کاپیسا او لغمان کې ۷۲۱ کورنۍ زیانمنې شوې دي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او زرګونه څاروي او مرغان هم له‌منځه تللي دي.

د دغه ادارې ویاند یوسف‌حماد رسنیو ته وویل چې د ځايي ریاستونو د لومړنیو راپورونو له مخې، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ږلۍ او بارانونو له امله ۱۵ کورونه نیمه ویجاړ شوي، ۳ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي، ۵ کیلومتره سړکونو ته زیان اوښتی، ۲۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له‌منځه تللې او درې زره چرګان تلف شوي دي.

په همدې ډول، په یادو ولایتونو کې ګڼ شمېر باغداران وایي چې د ږلۍ او سېلابونو له امله یې باغونه او کرنیزې ځمکې سخت زیانمنې شوې او درانه مالي زیانونه وراوښتي دي.

عزت‌الله او شادولا، د کاپیسا د تګاب ولسوالي بڼوال دي. دوی وايي وايي: «په سیمه کې موږ د شپې سخت سېلاب ولید. د ږلۍ دانه د چامغز په اندازه وه، ټول انار یې له‌منځه یووړل. وروسته سېلابونو هم راغلل او زموږ د انارو باغونه چې شاوخوا یو نيم لک افغانۍ ارزښت یې درلود، په بشپړه توګه خراب کړل.»

دوی زیاتوي چې د سېلابونو له امله د انارو، املوک او نورو فصلي مېوو باغونه زیانمن شول او د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې سختې ویجاړې شوې دي.

یو بل بڼوال امان‌الله چې  ږلۍ او سېلاب له امله یې باغونه زیانمن شوي، له مسؤلینو وغوښتل چې له دوی سره بېړنۍ مرستې وکړي.

هغه وایي: «له دولت نه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ پر حال رحم وکړي. زموږ باغونه، کورونه او کرنیزې ځمکې په بشپړه توګه زیانمنې شوې دي.»

د یادونې ده چې په وروستیو کلونو کې د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول د سختو بارانونو او سېلابونو له امله په هېواد کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او د لسګونه زره کورنیو اقتصاد ته درانه زیانونه رسېدلي چې ډېری یې کلیوال او کروندګر دي.

مطالب

د تېرو دوو ورځو ږلۍ او اورښتونو
سلګونه کورنۍ زیانمنې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ