Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په غزه کې د اسرائیلو په برید کې څلور کسان وژل شوي.
۱۹ سنبله ۱۴۰۵

په غزه کې د اسرائیلو په برید کې څلور کسان وژل شوي.

د غزې په شمال کې پر بیت‌لاهیا ښار د اسرائیلو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

الجزیرې نن، پنج‌شنبه د ۱۹ سنبلې/۱۰ سپتمبر، راپور ورکړی چې په وژل شویو کسانو کې یو سړی، د هغه مېرمن او د هغوی دوه لوڼې شاملې دي. د راپور له مخې، دغه کورنۍ په خپل کور کې د برید هدف ګرځېدلې ده.

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د اوربند له ټینګېدو سره سره، اسرائیلو له هغه وخت راهیسې د غزې په بېلابېلو سیمو کې نږدې هره ورځ بریدونه کړي دي.

د راپور له مخې، له هغه وخت راهیسې تر اوسه له ۱،۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۴،۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

مطالب

په غزه کې د اسرائیلو
په برید کې څلور کسان وژل شوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ