لوګر کې د ولسوالیو په کچه د کرېکټ سیالۍ ترسره شوې.
لوګر ولایت کرېکټ امریت مسؤولین وایي چې دغه ۱۲ اوریزې سیالۍ، د لوګر کرکټ آمریت له لوري د کلني پلان له مخې د ولایت په کچه د څلورو ولسواليو په کچه د پياوړو لوبغاړو د غوره کولو په موخه جوړې شوې وي.
د دغه ولایت کرېکټ امر حشمت الله ستانکزي زینت راډیو وویل؛ یادې سیالۍ، چې شاوخوا ۱۲ ورځې یې دوام وکړ، پایلوبه یې د لوګر اتلانو او محمدآغې ولسوالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې اتلانو لوبډلې وکولای شو خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.
ستانکزي زیاته کړه، له یادو سیالیو جوړیدو څخه موخه د ولسوالیو په کچه د کرېکټ غوره لوبغاړو پېژندل، کرېکټ سیالیو ته وده ورکول او همدارنګه د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول وو.
هېره دي نه وي چې تېره اونۍ هم لوګر ولایت کې د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د ولایت په کچه د کرېکټ انټرکلب سیالۍ هم ترسره شوې.