Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه.
۱۸ سنبله ۱۴۰۴

د لوګر د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه.

 د لوګر ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست لپاره د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادې ودانۍ د پرانیستې مراسمو کې چې نن جوړ شوي وو، د ا.ا یو شمېر مسوولینو او د لوګر ولایت قومي مشرانو ګډون کړی و.

د لوګر د کور او ښارجوړولو رییس مولوي مطیع‌الله زاهد په یادو مراسمو کې وویل، دغه ودانۍ د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت په درېیو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول د کور او ښارجوړولو وزارت په مالي لګښت جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاده ودانۍ چې چارې یې د یوه کال په موده کې بشپړې شوې، شل اداري دفترونه، د غونډو تالار، خوړنځای، د ساتونکو خونه، احاطوي دېوال او نور ملحقات لري.

بلخوا، د لوګر والي قاري صلاح الدین ایوبي وویل چې دغه ودانۍ د عدالت، نظم او فرمانونو د تطبیق مرجع ده، څرنګه چې لازمه ده باید هماغه شان خدمتونه ترې صادر شي.

نوموړي د بنسټیزو پروژو عملي کېدل د هېواد د ښې راتلونکې لپاره د اسلامي امارت د کلک هوډ روښانه بېلګه یاده کړه.

دغه‌راز، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست مرستیال مولوي محمدمحسن هاشمي د کور او ښارجوړولو له وزارته د دې ودانۍ جوړولو له امله مننه وکړه.

مطالب

د لوګر د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت
ریاست لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ