Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې له ۱۰۵۰ راستنېدونکو کورنیو سره څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې.
۱۸ میزان ۱۴۰۵

لوګر کې له ۱۰۵۰ راستنېدونکو کورنیو سره څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې.

 لوګر کې له ۱۰۵۰ راستنېدونکو کورنیو سره څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري، د نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ، د لوګر ولایت په مرکز او د محمدآغې، څرخ او خوښۍ ولسوالیو کې له ۱۰۵۰ راستنېدونکو کډوالو کورنیو سره د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو نغدي مرسته شوې ده.

د لوګر د سرې میاشتې رئیس، مولوي میرهاشم حزب‌الله، ویلي چې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۶۰۰ افغانۍ ورکړل کېږي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس، شیخ شهاب‌الدین دلاور، ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې اته میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د نوموړي په وینا، راستنېدونکو ته د ژوند، روغتیا، زده‌کړو او کاروبار په برخو کې د اسانتیاوو برابرولو هڅې روانې دي.

د لوګر مرستیال والي، شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین، د کډوالو د ملاتړ په برخه کې د سرې میاشتې ټولنې د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې پاتې راستنېدونکو کورنیو ته هم د استوګنې نمرې ووېشل شي.

د معلوماتو له مخې، له دغو مرستو شاوخوا ۸۰۰ هغه کورنۍ برخمنې شوې چې په تېرو شپږو میاشتو کې هېواد ته راستنې شوې دي؛ همداراز، څه باندې ۲۰۰ هغه کورنۍ هم په مرستو کې شاملې دي چې د یوه کال په موده کې بېرته هېواد ته راستانه شوې وې.

د مرستو دوه تنو ترلاسه کوونکو د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ملاتړ څخه مننه کړې او په خپل هېواد کې یې د ارام ژوند برابرېدو ته خوښي څرګنده کړې ده.

مطالب

لوګر کې له ۱۰۵۰ راستنېدونکو کورنیو سره
سره څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ