Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بادغیس کې پر یوه کس د قصاص حکم پلی شوی.
۲۴ میزان ۱۴۰۴

بادغیس کې پر یوه کس د قصاص حکم پلی شوی.



د بادغیس سیمه‌ییزو چارواکو تایید کړې چې د افغانستان د سترې محکمې د پرېکړې پربنسټ، نن د قلعه‌نو ښار په عام محضر کې پر یوه کس د قصاص حکم پلی شوی دی.

د بادغیس د والي ویاند رحیم‌الدین رحیمي ویلي، دغه کس اسماعیل نومېده او څو میاشتې وړاندې یې د جوند ولسوالي د دوو اوسېدونکو، دوست‌محمد او ګل‌برګ، قصدي وژنه کړې وه.

رحیمي زیاتوي: «دغه موضوع په درېیو محکمو – ابتدائیه، مرافعه او تمیز – کې په ډېر دقت سره وڅېړل شوه. له بشپړې قضایي ارزونې وروسته، د قصاص حکم د اسلامي امارت د سترې محکمې له لوري صادر او تایید شو. وروسته دا حکم د امیرالمؤمنین حفیظ‌الله زعیم حضور ته وړاندې شو چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته یې د پلي کېدو امر وکړ.»

د چارواکو په وینا، د مقتولینو کورنیو ته د بښنې او صلح وړاندیز هم شوی و، خو هغوی دا غوښتنه ونه منله چې وروسته د شریعت له مخې د قصاص حکم د خلکو په حضور کې عملي شو.

رحیمي وایي، دا پرېکړه د اسلامي شریعت، عدلي اصولو او د محکمو د بشپړې څېړنې له مخې ترسره شوې او هدف یې د عدالت تامین او د جرمونو مخنیوی دی.

د قلعه‌نو ښار یوشمېر اوسېدونکو هم د قصاص د تطبیق پرمهال حضور درلود او د قربانیانو د کورنیو سره یې د خواخوږۍ څرګندونې وکړې.

مطالب

بادغیس کې پر یوه کس
د قصاص حکم پلی شوی.

دا خبر نورو سره شریک کړئ