Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

راشدخان د شل اوریزو سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو.
۷ جوزا ۱۴۰۴

راشدخان د شل اوریزو سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو.

د کرکټ نړۍوالې وېبپاڼې، کرک انفو د افغانستان د کرکټ پياوړی ملي لوبغاړی، راشد خان د شل اوریزو سیالیو د غوره او لومړۍ درجه لوبغاړي په توګه معرفي کړی دی.

 دغې وېبپاڼې ویلي، راشد خان تر اوسه په ۳۶۶ شل اوریزو لوبو کې برخه اخیستې چې پکې یې ۴۷۳ وېکټې اخیستې دي. راپور زیاته کړې چې افغان لوبغاړی، راشد خان ۳۴ ځل د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی او ۷ ځل په بېلابېلو لیګونو کې هغو لوبډلو د لیګ اتلولي ګټلې، چې دی پکې و.

مطالب

راشدخان د شل اوریزو سیالیو
غوره لوبغاړی اعلان شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ