Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حماس: اسراییلو ته د جګړې د تکرار پلمه نه‌ورکوو او غزه سپاروو.
۱۹ میزان ۱۴۰۴

حماس: اسراییلو ته د جګړې د تکرار پلمه نه‌ورکوو او غزه سپاروو.



د حماس وياند حازم قاسم اعلان کړی چې دا ډله له اسراییلو سره د اوربند د تړون د لومړي پړاو بشپړ پلي کولو ته ژمنتیا لري او چمتو ده چې د جګړې له پای وروسته د غزې تړانګې اداره نورو ته وسپاري.

قاسم  له «العربيه» سره په مرکه کې وويل چې د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ د سولې د وړانديز شوې طرحې ځينې برخې لاهم د منځګړو هېوادونو ترمنځ بحث او ارزونې ته اړتيا لري، خو حماس د دې طرحې لومړۍ مرحله عملي کړې او له ټولو اړخونو سره د اوربند د ساتلو لپاره همکاري کوي.

هغه زياته کړه چې حماس تيار دی له هر ډول اجرايي يا اداري رول څخه په غزه کې لاس واخلي، څو د دايمي ثبات لپاره زمينه برابره شي او جګړه بيا تکرار نه‌شي. د ده په وينا، حماس نه غواړي هېڅ داسې پلمه اسراییلو ته ورکړي چې جګړه بېرته پيل کړي.

قاسم وويل، حماس له منځګړو هېوادونو څخه د ټرمپ د طرحې په اړه تضمينونه ترلاسه کړي، څو د جګړې بيا پيل ته مخه ونه‌شي.

د حماس وياند دا هم څرګنده کړه چې د وسله‌ييزېدو يا د وسلو د خلع موضوع به د فلسطينيانو د کورنيو خبرو له لارې وڅېړل شي. ده د حماس وسلې «د مشروع دفاع وسيله» وبلله او ټينګار يې وکړ چې دا ډله ملي مسووليت احساسوي او د دایمي حل لارې موندلو لپاره کار کوي.

قاسم له د فلسطین د خپلواکې ادارې له چارواکو وغوښتل چې د غزې په اړه سياسي حل لارې وړاندې کړي او زياته يې کړه چې د ټرمپ هڅې د دې موافقې د پلي‌کېدو پر لور «مهم او ارزښتناک» دی.

مطالب

حماس: اسراییلو ته د جګړې
د تکرار پلمه نه‌ورکوو او غزه سپاروو.

دا خبر نورو سره شریک کړئ