Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پکتيا امنيه قومنداني: يو کال کې د ۵۰۰ روږدو درملنه شوې.
۱۷ میزان ۱۴۰۴

د پکتيا امنيه قومنداني: يو کال کې د ۵۰۰ روږدو درملنه شوې.



د پکتيا د امنیې قومنداني مسوولان وايي، د تېر يو کال په ترڅ کې يې څه باندې ۵۰۰ په نشه‌يي توکو روږدي را ټول او درملنه کړې.

د پکتيا د امنیې قومنداني وياند منيب ځدراڼ نن (پنجشنبه، میزان ۱۷) وویل، تېر يو کال کې له مرکز ګردېز او بېلا بېلو ولسواليو شاوخوا ۵۰۰ کسان چې په نشه‌يي توکو روږدي وو، راټول او له درملنې وروسته بيرته خپلو کورنيو ته ستانه شوي.

هغه وويل، د روږدو د راټولولو او درملنې لړۍ لا هم روانه ده او نن يې هم ۳۱ کسان کابل ته ولېږدول چې ۳ مياشتې به تر درملنې لاندې وي.

د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړه چې د پکتيا په کچه يې د نشه‌يي توکو د پير او پلور مخنيوي برخه کې هڅې زياتې کړي چې له امله يې د روږدو شمېر هم ورسره کم شوی دی.

ورته وخت کي يو شمېر روږدي هم وايي چې کورنۍ يې ورسره په ستونزو کې وې او له درملنې وروسته به خپل ژوند له سره پيلوي.

عابدالله چې د جانيخل ولسوالي اوسيدونکي دی او شاوخوا ۱۸ کاله عمر لري وايي، ايران هيواد ته په قاچاقي لاره تللی وو او هلته په نشه‌يي توکو روږدي شوی.

هغه وويل چې يو ځل يې مخکې هم درملنه شوې، خو د نشې اثرات يې لا هم په خپل بدن کې محصوصول او بیا ځلې په خپله خوښه غواړي درملنه يې وشي.

يو شمېر نورو روږدو کسانو هم وويل چې له درملنې وروسته دې ورته کاري بوختياوې برابرې شي.

مطالب

د پکتيا امنيه قومنداني
يو کال کې د ۵۰۰ روږدو درملنه شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ