Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هلمند کې د دوو تاریخي ابداتو د بیارغونې چارې پیل شوې.
۱۸ جدی ۱۴۰۴

هلمند کې د دوو تاریخي ابداتو د بیارغونې چارې پیل شوې.



د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د شاوخوا ۱۵ میلیون افغانیو په ارزښت هلمند کې د دوو تاریخي ابدو د بیارغونې چارې پیل شوې.

د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال د هلمند تاریخي بُست کلا کې د دوو پروژو د پیل پر مهال وویل، اسلامي امارت د تاریخي سیمو بیارغونې او ساتنې ته ژمن دی.

د هغه په خبره، د دغو پروژو چارې به د دو کلونو په اوږدو کې بشپړې شي.

اخوا د هلمند اوسېدونکي او فرهنګپالان له دغه اقدام څخه خوښ دي، خو له حکومته د نورو تاریخي ابدو د بیارغونې غوښتنه هم کوي.

مطالب

هلمند کې د دوو تاریخي ابداتو
د بیارغونې چارې پیل شوې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ