لوګر کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو مدیریت پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې .
د لوګر ولایت په څرخ او ازرې ولسوالیو کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو یو شمېر مهمې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو پروژو د پرانیستې مراسم په څرخ ولسوالۍ کې ترسره شول، چې پکې د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمدانور «دینپرور»، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي شیرآقا «پیر حبیبالرحمن»، د همکارو موسسو استازو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور «دینپرور» د پرانیستې پر مهال وویل، د اوبو د سرچینو ساتنه او اغېزمن مدیریت د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. د نوموړي په وینا، حکومت هڅه کوي چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ داسې پروژې پلې کړي چې د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز ولري او شاړې ځمکې په حاصلخیزو کرنیزو ځمکو بدلې کړي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د دغو ملي شتمنیو په ساتنه کې همکاري وکړي، څو راتلونکې نسلونه هم ترې ګټه واخلي.
بلخوا د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي شیرآقا «پیر حبیبالرحمن» وویل، یادې پروژې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ د پنځو میاشتو په موده کې د «حرکت» موسسې له لوري پلې شوې دي.
د هغه په وینا، په دغو پروژو کې په څرخ ولسوالۍ کې د میربرکت او کفګان سربندونه، د ارګان کانال او د ډبرالو محافظتي دېوال، او همدارنګه په ازرې ولسوالۍ کې د اکبرخېلو، عثمانخېلو او ببرو سربندونه شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا درې زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او نږدې ۱۵۰۰ کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي