Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ځانګړو ځواکونو له روزنیز مرکز څخه ۹۰ پولیس فارغ شول.
۳۰ اسد ۱۴۰۴

لوګر کې د ځانګړو ځواکونو له روزنیز مرکز څخه ۹۰ پولیس فارغ شول.

 د کورنیو چارو وزارت اړوند د ښکارکلا د ځانګړې قطعې مسوولان وایي چې فارغ شویو سرتېرو، د ځمکني تخنیک او درنو وسلو کارونې په برخو کې دوه میاشتنۍ مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړې وي چې د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور، د ځانګړو ځواکونو د یادې دورې فارغانو ته د مبارکي ترڅنګ  وویل: «ستاسو فراغت د څو میاشتو سختو تمرینونو، نظم، او ایماني تعهد پایله ده، نن ورځ هېواد هغو زامنو ته اړتیا لري، چې نه یوازې یې مسلکي روزنې لري، بلکې ایماني، دیني ژمنتیاو سربېره د اسلامي نظام سره هم اخلاص  ولري.»

نوموړي همدارنګه زیاته کړ، د ا.ا ځانګړي ځواکونه اوس مسلکي روزل شوي او د دښمن پر وړاندې د هر ډول عملیاتو ترسره کولو ظرفیت لري.

د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان مولوي محمد‌امین جان فتح‌الله خپلو خبرو کې فارغو شویو سرتېرو ته وویل، د ځانګړو ځواکونو مسؤولیت یوازې جګړه نه، بلکې د خلکو د عزت او اسلامي ارزښتونو ساتل دي.

ده وویل، ځانګړي ځواکونه اوس پياوړې شوې دې او د دښمن پر وړاندې د هر ډول عملیاتو توان لري. د جوړې شوې غونډې په پای کې فارغ شویو ځانګړو پولیسو یو شمیر نظامي تمرینات هم ترسره کړل.

مطالب

لوګر کې د ځانګړو ځواکونو
له روزنیز مرکز څخه ۹۰ پولیس فارغ شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ