پنجشېر کې ۲۲۳۵ قیراط زمرد په ۱۷۷۳۵۰ ډالر پلورل شوي.
د پنجشېر له څلورو کانونو څخه ایستل شوي ۲۲۳۵ قیراط زمرد، د ۱۷۷،۳۵۰ امریکایي ډالرو «یوسل او اووه اویا زره، درې سوه پنځوس» په ارزښت، د یوې داوطلبۍ له لارې پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لتون، نن (سهشنبه، د چنګاښ ۲۴مه) رسنیو ته وویل چې دا مزایده یا داوطلبي په علني ډول شوې او دغه زمرد د کورنیو سوداګرو لهخوا اخیستل شوي.
نوموړي زیاته کړه چې د پنجشېر والي محمداغاحکیم، د کانونو پراختیا او سوداګرۍ ته د پاملرنې هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې د دغو کانونو د معیاري او فني استخراج لپاره به جدي او منظمې هڅې دوام ولري.
لټون څرګنده کړه چې د نن ورځې د داوطلبۍ په مراسمو کې نه یوازې د قیمتي ډبرو افغان سوداګر، بلکې د پنجشېر ځوان پانګهوالو او سوداګرو هم ګډون کړی وو.
د یادونې وړ ده چې د محلي چارواکو په نوښت، د کانونو د استخراج دا بهیر نهیواز ډېرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې، د سوداګرۍ پراخ فرصتونه یې هم رامنځته کړي دي.