شماليکوريا خپل «تر ټولو پياوړی بالېستیک» توغندی نندارې ته وړاندې کړ.
د شماليکوريا دولتي خبري اژانس(KCNA) راپور ورکړی چې د دغه هېواد مشر کېمجونګاون په مشري د پوځي پرېډ پرمهال تر ټولو پرمختللې وسلې نندارې ته وړاندې شوې.
دغه پرېډ پرون جمعه، اکتوبر لسمه، د پلازمېنې پيونډيانګ په میدان کې جوړ شوی و.
د راپور له مخې، د وسلو د دې نندارې اصلي تمرکز پر نوي د لویو وچو ترمنځ د «هواسونګ–۲۰» باليستيک توغندی (ICBM) و چې د پوځ تر ټولو پياوړی اټومي ستراتيژيک وسلو سېستم بلل شوی.
د دې توغندي د وړتيا په اړه ويل کېږي چې کولای شي د اوږدو واټنونو هدفونه په دقيق ډول په نښه کړي او د اټومي جنګي سرګلولې د انتقال توان لري.
په پريډ کې همداراز د اوږده واټن ستراتيژيک کروز توغندي، بېپيلوټه الوتکې د توغولو وسايل او د پوځ نوې ټکنالوژۍ هم نندارې ته وړاندې شوې.
د څارونکو په باور، دا ننداره د شماليکوريا له لوري لوېديځ ته يو سياسي او پوځي پيغام دی چې ښيي دغه هېواد د امريکا او متحدينو د فشارونو سربېره لاهم د خپلو اټومي وړتياوو د پياوړتيا پر لور روان دی.