Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هلمند کې ترافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي.
۱۹ سرطان ۱۴۰۵

هلمند کې ترافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي.

 د ۲۱۵ عزم قول‌اردو وایي چې د هلمند د واشير ولسوالۍ په ښوراب سیمه کې د کندهار – هرات پر لويه لار د یوه بس او ټېلر موټر ترمنځ د ټکر له امله پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۱۵ عزم قول‌اردو مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه نن (جمعه) د واشير ولسوالۍ اړوند د شوراب په سیمه کې د کندهار – هرات پر لویه لار شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ښوراب ساحوي روغتون طبي ډلې د روغتون د قوماندان الحاج ډاکټر نعمت‌الله امین په مشرۍ ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د ښوراب ساحوي روغتون د قوماندان په وینا، ټولو ۱۶ ټپیانو ته اړین روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د پېښې له ځایه د پنځو کسانو جسدونه هم ښوراب ساحوي روغتون ته لېږدول شوي، خو د پېښې د لامل او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

مطالب

هلمند کې ترافیکي پېښه
پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ